په ننګرهار کې د بنګو کروندې واړول شوې

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍکې د بنګو فصلونه واړول شول، چارواکي وايي له ځايي خلکو یې ژمنه اخیستې چې نور به کوکنار او بنګ دواړه نه کري.
د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍکې د بنګو فصلونه واړول شول، چارواکي وايي له ځايي خلکو یې ژمنه اخیستې چې نور به کوکنار او بنګ دواړه نه کري.

کروندګر له دولت څخه غواړي چې د نور فصلونو په کرلو کې ورسره مرسته وکړي.

ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې د بنګو نژدې رسېدلی فصل دی چې حکومتي ځواکونو یې اړول پیل کړي.
د دې ولسوالۍ ولسوال قاسم خان وايي چې دلته به د بنګو ټول فصلونه واړوي او د راتلونکې لپاره به له کروندګرو ژمنه واخلي چې نور به نشه يي توکي نه کري.

هغه وایي " د قومي مشرانو په مرسته، مو دلته د ټکټرو، لورونو او نورو په واسطه بنګ له منځه یووړل او دا لړۍ به روانه وي".

چارواکي وايي په اول سر کې مو اوه جریبه ځمکه واړوله او دا لړۍ به روانه ساتو.

قومي مشران وايي له کروندګرو یې ژمنه اخیستې ده چې نور به بنګ او کوکنار نه کري، که چا وکرل نو شل زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي او حکومت به هم ور سره خپل حساب کوي.

ځايي خلک وايي ژمنه کوي چې نور به په خپلو کروندو کې حلال فصلونه کري، خو حکومت دې هم لاس تر زنې نه کېني او له بزګرو سره دې مرسته وکړي.

که څه هم دقیقه سروې نه ده شوې چې ننګرهار کې په کومه پېمانه بنګ کرل کېږي، خو اچین، سپین غر، خوږیاڼو، شېرزادو او یو شمېر نورو ولسوالیو کې ګڼ کروندګر بنګ کري.