یو خیاط څنګه په نشه يي توکو روږدی شو؟

Your browser doesn’t support HTML5

په نشه يي توکو روږدی فواد چې خیاط دی، اوس د کابل په مراد خاني کې د سړک پر غاړه ژوند کوي، هغه وايي له معتادو ملګرو سره ناستې دی هم په نشو اخته کړ.
په نشه يي توکو روږدی فواد چې خیاط دی، اوس د کابل په مراد خاني کې د سړک پر غاړه ژوند کوي، هغه وايي له معتادو ملګرو سره ناستې دی هم په نشو اخته کړ.

فواد وايي پخوا به یې نورو ته نصیحت کاوه چې له نشو ځان وساتي خو نه پوهېدی چې یوه ورځ به خپله په اخته کیږي.

هغه وايي "هغه کسانو ته چې په پټه نشې کوي، دا وایم چې دا ښه عمل نه دی، ماته وګورئ، مه پرېږدئ چې راتلونکی مو زما غوندې شي."

په نشه يي توکو دغه روږدی وايي غواړي چې د درملنې یو مرکز ته لاړ شي او له نشه یي توکو لاس واخلي.