د خوست والي: له نشه يي توکو سره مبارزه د ټولو مسئولیت دی

Your browser doesn’t support HTML5

د خوست والي محمد حلیم فدايي پر ټولو حکومتي، غیر حکومتي بنسټونو او خلکو غږ کوي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره لاس په کار شي.
د خوست والي محمد حلیم فدايي پر ټولو حکومتي، غیر حکومتي بنسټونو او خلکو غږ کوي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره لاس په کار شي.

که څه هم امنيتي ارګانونو ويلي چې د نشه يي توکو د کاروبار او استعمال مخنيوي په برخه کې ښه پرمخ روان دي، خو والي محمد حليم فدايي وايي چې دا مبارزه د ټولنې د ټولو قشرونو په ملاتړ ښه نتيجه ورکوي.

ددغه ولايت په يو شمېر ولسواليو او سيمو کې ولسي خلکو د مخدراتو پر خرڅلاو او استعمال بنديز لګولی، خو ښاغلی فدايي، د ټولو حکومتي او غير حکومتي بنسټونو همکاري لازمه بولي.

هغه وايي " له نشه يي توکو سره مبارزه بايد هر اړخيزه وي. په دې کې ژورنالېستان، مدني ټولنې، علماء، قومي مشران، سپين ږيري، ادارې، خصوصي سکتور، مدني سکتور، حتی زموږ پانګوال، هر يو په دې کې مکلفيت لري ترڅو ددې پر وړاندې مبارزه وکړي"

د حکومتي مبارزې په اړه د خوست والي وايي چې په تېر ۱۳۹۸ لمريز کال پوليسو په دغه ولايت کې په ۱۶۲ قضيو کې ۱۸۶ کسان له سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکو سره يو ځای نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

ښاغلی فدايي زیاتوي "په نیول شویو نشه يي توکو کې ۲۳۱ کيلوګرامه ترياک، پنځه کيلوګرامه شيشه، همداسې چرس، هېروئين او نور شامل دي".

په همدې حال کې يو شمېر خلک د مخدراتو پرضد د حکومتي او ولسي مبارزې ترڅنګ له ځوانانو غوښتنه لري، چې خپل راتلونکی په نظر کې ونيسي او له دغو موادو ځانونه وژغوري.

د خوست اوسېدونکی تلاوت خان وايي، چا چې نشه کړې ده ژوند يې ډېر خراب شوی، او د کار کولو توان یې له لاسه ورکړی.

د څېړونکو په وينا، د مخدراتو کر، قاچاق، خرڅلاو او کارونه د اقتصادي ستونزو ترڅنګ ټولنه له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کوي.