په لغمان کې د مېوو باغونو جوړیږي

Your browser doesn’t support HTML5

د لغمان د کرنې ریاست وايي په یو شمېر هغو سیمو کې یې کروندګرو ته باغونه جوړ کړي چې پخوا به یې کوکنار کرل.

د لغمان د کرنې ریاست وايي په یو شمېر هغو سیمو کې یې کروندګرو ته باغونه جوړ کړي چې پخوا به یې کوکنار کرل.


دوی وايي تر دې مهاله په لغمان کې تر څلور نیم زره جریبه ځمکه باندې د بېلابېلو مېوو باغونه جوړ شوي او هڅه کوي باغدارۍ ته نوره هم پراختیا ورکړي.

پخوا په دې ولایت کې له دوه سوه جریبه پر ډېره ځمکه باغونه جوړ شوي وو، خو د حکومت او نړیواله مرسته کوونکو ادارو د پرلپسې هڅو په پایله کې اوس له څلور زره جریبه څخه پر زیاته ځمکه باغونه شته چې د بېلابیلو میوو په سلګونه ټنه حاصل ورکوي.

د دغه ولایت د کرنې رئيس محمد جمیل خوشحال وايي باغدارۍ خلکو ته په زیاته کچه ګټه رسولې او تر څنګ یې د کوکنارو د کرولو مخنیوی هم کړی دی.

ښاغلی خوشحال وايي "په لغمان کې د باغدارۍ فیصدي لوړه شوې اوس موږ تر څلور څلور نیم زره جریبه باغداري لرو. دا د کوکنارو د محوې په خاطر ښه بدیل دی. زموږ کروندګر اوس کولی شي چې د کوکنارو د حاصل څخه زیات له باغدارۍ څخه واخلي".

بزګر هم خوښ دي، چې تر پخوا د کرنې په برخه کې اسانتیاوې زیاتې شوي او اوس ډېر حاصل تر لاسه کوي.

محمد غني پخوا پر خپلو ځمک کوکنار کرل "موږ اطرافي ژوند لرو، مخکې مو کوکنار کرل اوس باغداري کوو، له کوکنارو یې حاصل څو چنده زیات دی. یو جریب ځکه باندې چې کوکنار مو کرل پنځوس زره افغانۍ به کېدلی خو اوس له یو جریبه تر دوه لکه افغانۍ اخلو".

لغمان ولایت د کرنې لپاره ډېرې ځمکې لري چې حاصلات يې نه یوازې د دې ولایت اړتیا پوره کوي بلکې د هېواد ګڼ شمېر نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.