د کابل- جلال اباد پر لویه لار پرتې دښتې ابادیږي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې د لغمان له مشلې کمرې څخه تر درونټې پر ۶۰۰ هکټاره دښتو د بېرو باغونه ابادیږي.

د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې د لغمان له مشلې کمرې څخه تر درونټې پر ۶۰۰ هکټاره دښتو د بېرو باغونه ابادیږي.

د لغمان د کرنې مسئولین وايي په لومړي پړاو کې په څلور سوه هکټاره دښته کې د ۶ نیم سوه زره نیالګیو د تولید پروسه پېل شوې ده چې د خوراک نړیوال سازمان په مرسته پلې کیږي.

د لغمان د کرنې رئيس محمد جمیل خوشحال وايي د دغه ولایت سربیره یې نورو ولایتونو ته هم زرګونه نیالګي استولي، چې د شاړو ځمکو په ابادۍ کې ترې ګټه واخلي.

هغه وايي " څلور سوه هکټاره د بېرې ځنګلونه جوړوو، څلوېښت زره وحشي بېرې چې کرکڼې ورته ویل کېږي د هغو د پیوند کولو پروسه ده او ۶۵۰۰۰۰ د بېرې د نویو نیالګیو تولید دی، دا پروسه مو له پسرلي پیل کړې او ددې کال تر اخره به دا بوټي هم تولیدېږي".

د کرنې رئيس وايي که دا دښتې ابادې او د لمریزې برېښنا له لارې ابي شي نو د کروندګرو اقتصادي ستونزې حلېدای شي او د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د کر ښه
بدیل به هم شي.

د باغونو په جوړلو کې په لسګونه ځایي خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې.

د دې سیمې یو کروندګر ولي الله وايي " په دغه پروژه موږ ډېر خوشاله یوو د کوکنارو مخنیوی هم پرې کېږي او موږ به نور حلال فصلونه هم کرو، نو موږ له دې پروژې خوشاله یوو".

چارواکي وايي لسګونه جریبه دښتې د بیرو باغونو جوړېدل به نه یواځې دا چې دغه سیمې سمسورې کړي بلکې د شاتو مچیو لرونکو لپاره هم یو فرصت دی چې دلته فارمونه جوړ کړي او له همدې بیرو په ګټې د شاتو لوړ حاصل تر لاسه شي

د کرنې اداره وایي، که وزارت د بیرو د باغونو د جوړولو لپاره بودیجه ورکړي نو دوی چمتو دي چې د لغمان په پنځو ولسوالیو کې پر ۶ نیم زره هکټاره شاړو ځمکو د باغونو د جوړولو تر څنګ له نورو ولایتونو سره هم د بیرې د کر په ترویج کې مرسته وکړي او هغو سیمو ته یې ورکړي چرته چې لا هم کروندګر کوکنار کري.