پولیسو په کابل کې د نشه يي توکو درې لوی قاچاقبر نیولي

Your browser doesn’t support HTML5

د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په تېره یوه اونۍ کې په کابل کې درې لوی قاچاقبران نیولي چې په ښار کې یې د نشه يي‌توکو پر کاروباریانو په عمده ډول مواد پلورل.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په تېره یوه اونۍ کې په کابل کې درې لوی قاچاقبران نیولي چې په ښار کې یې د نشه يي‌توکو پر کاروباریانو په عمده ډول مواد پلورل.

د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع د سې‌شنبې په ورځ له جرمونو او جنایت سره د مبارزې لپاره د خلکو د یوځای کېدو د امنیتي میثاق د معرفي کولو په غونډه کې وویل چې پولیسو په دې موده کې د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د نشه يي‌توکو ۳۰ تنه پرچون پلورونکي هم نیولي دي.

هغه وايي "درې عمده قاچاقبران چې دوی به مواد راوړل او پرچون پلورنوکو ته به یې ورکول او پرچون پلورونکو به دا پلورل، دا درې لوی قاچاقبر سره له ۳۰ پرچون پلورونکو نیول شوي دي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد مبارزې ادارې تر څیړنو لاندې دي".

ښاغلي قانع په کابل کې د نشه يي‌توکو د کاروباریانو فعالیت او اعتیاد د دې ښار د اوسیدونکو یوه عمده ستونزه وبلله او وې ویل چې چې د نوي امنیتي تړون له مخې به دغې ستونزې ته رسیدنه وشي.

ښاغلي قانع دغه راز وویل چې د تازه سروې په اساس دا مهال شاوخوا اوه زره بې‌سرپناه معتادین د کابل ښار په مختلفو سیمو کې دیره دي او د نوي امنیتي تړون په اساس به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د پولیسو له خوا راټول او د درملنې په مراکزو کې بستري شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي "په هر شمېر چې د عامې روغتیا وزارت له موږ څخه وغواړي، پولیس او ملي امنیت به هم‌مهاله اقدام وکړي، په همغه شمیر معتادین به راټول کړي او اړوندې مرجع ته به یې وسپاري. په موږ یې د ۱۰۰ معتادینو د راتولولو غږ وکړ، کله چې په موږ دا امر وشو، ټیمونه لاړل، ۱۰۰ تنه یې راټول کړل او تسلیم یې کړل او موږ په دې برخه کې اوس د عامې روغتیا وزارت غږ ته په تمه یو، هغوی ژمنه کړې چې د خپلو برنامو له مخې د معتادینو د نیولو او درملنې لپاره زمینه لا زیاتوي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په کابل کې د نشه يي توکو د کاروباریانو د نیولو او د معتادینو د راټولولو هڅې ګړندۍ کړي چې د دغه ښار اوسیدونکي په مختلفو سیمو کې د معتادینو له پراخ حضور څخه سرټکوي.

دوی وايي معتادین د نشه يي توکو د ترلاسه کولو لپاره د وسلو په زور خلک لوټوي او په ځینو مواردو کې ان د خلکو کورونو ته اوړي.