کابل کې پولیسو د نشه يي توکو ۷۰ قاچاقبر او پلورونکي نیولي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل پولیسو د امنیتي تړون په چوکاټ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د نشه يي توکو لسګونه قاچاقبران او پلورونکي نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل پولیسو د امنیتي تړون په چوکاټ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د نشه يي توکو لسګونه قاچاقبران او پلورونکي نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امنیتي تړون پر اساس پولیسو په دې موده کې یوازې په کابل ولایت کې د نشه يي توکو ضد ۶۳ عملیات ترسره کړي دي.

هغه وايي "په دغو عملیاتو کې ۷۰ تنه قاچاقبران او هغه کسان چې د مخدره موادو په پلورلو کې یې لاس درلود نیول شوي دي، له دغو کسانو څخه ۵۰ کیلو ګرامه بیلابیل ډوله مخدره مواد او پنځه میله وسلې لاس ته راغلي دي".

ښاغلي ارین دغه راز وویل چې پولیسو په دې موده کې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د مخدره موادو ۳۳۰ تنه معتادین هم د کابل له مختلفو سیمو څخه راټول کړي دي.

د هغه پر وینا دغه شمیر معتادین د درملنې لپاره اړوندو مرکزونو ته انتقال شوي دي.