د پولیسو د اعتیاد په اړه د سیګار راپور ته د حکومت غبرګون

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیګار تازه راپور ته په غبرګون کې وايي چې د پولیسو لیکو ته د جذب پر مهال له هر یو کس څخه د نشه‌يي توکو ازموینه اخیستل کېږي او هغه پولیس چې نشه‌يي توکي کاروي له دندو لرې کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیګار تازه راپور ته په غبرګون کې وايي چې د پولیسو لیکو ته د جذب پر مهال له هر یو کس څخه د نشه‌يي توکو ازموینه اخیستل کېږي او هغه پولیس چې نشه‌يي توکي کاروي له دندو لرې کیږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان په څلورو جنوبي ولایتونو کندهار، هلمند، زابل او ارزگان کې نبږدې نیمایي پولیس نشه‌يي توکي کاروي.

د کورنیو چارو وزارت وزارت ویاند طارق ارین د سیګار د دغه راپور په غبرګون کې وايي هغه پولیس چې نشه‌يي توکي کاروي د پولیسو له لیکو څخه ایستل شوي دي.

"په جنوبي ولایتونو کې له یو لړ نیمګړتیاو څخه خبر یو، اوس د پولیسو په لیکو کې د افرادو د شمولیت لپاره د شفافیت ټیسټ اخیستل کېږي، چې په کې د نشه‌يي توکو مشکوک کسان پېژندل کېږی. د پولسو له کړنو څخه جدي څارنه کېږي او هغه کسان چې نشه‌يي توکي کاروي اکثره یې د پولیسو له لیکو څخه ایستل شوي دي".

د ولسي جرګې یو شمیر غړي د پولیسو په لیکو کې د نشه‌يي توکو کارونه تائیدوي او وایي چې د پولیسو لیکو ته په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د جذبولو مخه باید ونیول شي.

د نظامي چارو کارپوهان وايي چې نشه‌يي توکو ته آسانه لاسرسی د پولیسو په لیکو کې د معتادینو شمیر زیات کړی.

د سیګار دا راپور چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست د ګډو څیړنو په نتیجه کې چمتو شوی دی، په کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو د ظرفیتونو او لاسته راوړنو ستاینه شوې ده.