کرونا وایروس: په معتادینو کې تر اوسه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

Your browser doesn’t support HTML5

که څه هم په کابل کې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه د معتادینو د راټولولو او د درملنې مرکزونو ته د لېږلو لړۍ روانه ده، خو د عامې روغتیا وزارت وايي تر اوسه په معتادینو کې دغه وایروس نه دی خپور شوی.
که څه هم په کابل کې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه د معتادینو د راټولولو او د درملنې مرکزونو ته د لېږلو لړۍ روانه ده، خو د عامې روغتیا وزارت وايي تر اوسه په معتادینو کې دغه وایروس نه دی خپور شوی.

د روغتیا وزارت د مخدره موادو د غوښتنې د کچې راټیټولو رئیس شاهپور یوسف امریکا غږ ته وویل، چې د دغه کمپاین له پیل راهیسې تر اوسه ۱۶۰۰ معتادین د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه ټول شوي او د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې بستر شوي دي.

ښاغلی یوسف وايي "تراوسه د خدای په فضل موږ مشکوک ناروغ درلوده خو نتیجه یې منفي راووته، د بې‌سرپناه معتادینو په منځ کې د کروناویروس خپور شوی نه دی، زه دا په صراحت وایم".

ډاکټر یوسف زیاتوي، چې په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز ظرفیت له زر بسترو څخه ۱۵۰۰ بسترو ته لوړ شوی دی خو لا هم د معتادینو د درملنې لپاره د ځای سربیره د نورو سرچینو له کموالي سره مخامخ دي.

دا مهال په کابل کې شاوخوا ۴۰۰۰ بې‌سرپناه معتادین شته، چې څه باندې یو نیم زر یې د دغه کمپاین په ترڅ کې راټول شوي دي.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي په معتادینو کې چې په ډله ییز شکل اوسیږي د کروناویروس د خپرېدو اندېښنې شته دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تر اوسه په افغانستان کې ۱۰۲۶ تنه په کرونا وایروس اخته شوي، چې ۳۶ یې مړه شوي او ۱۳۵ بېرته روغ شوي دي.