د نورستان کروندګر د باغونو په جوړولو کې له دولت څخه مرسته غواړي

Your browser doesn’t support HTML5

په نورستان کې د کرنې مسئولین وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې هغه تشویقي بودیجه نه ورکول کېږي، چې وړاندې به هغه ولایتونو ته ورکول کېده چې د کوکنارو کر په کې صفر شوی.
په نورستان کې د کرنې مسئولین وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې هغه تشویقي بودیجه نه ورکول کېږي، چې وړاندې به هغه ولایتونو ته ورکول کېده چې د کوکنارو کر په کې صفر شوی.

د نورستان د کرنې ریاست وايي ډېر کلونه کېږي چې په نورستان کې د کوکنارو کښت بند شوی دی خو مرکزي ادارې دغه ولایت کې هغسې کار نه دی کړی چې دغلته دې کروندګرو ته مستقیمه ګټه ورسېږي.

چارواکي وايي له تېرو دوو کلونو راهیسې له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت له خوا هغه پیسې هم نورستان ته نه دي ورکړل شوي چې د کوکنارو د نه کر په مقابل کې به هغو ولایتونو ته ورکول کېدلې چې دغه کښت به پکې صفر و.

د نورستان د کرنې رئيس عبدالوهاب نسیمي وايي " پخوا موږ ته د کرنیزو پروژو لپاره ځانګړې تشویقي بودیجه راکول کېده چې دا دوه کلونه کیږي درېدلې، اوس چې له نشه يي‌توکو سره د مبارزې وزارت له کورنیو چارو وزارت سره مدغم شوی، له دې وروسته به معلومه شي چې ایا دا بودیجه راځي او که نه".

دی وايي دا اوس په مرکز پارون او دوو نورو ولسوالیو کې کروندګرو ته د باغونو جوړولو پروژه روانه ده، خو دا بسنه نه کوي او نورستان کې د کروندګرو اقتصادي حالت په ټیټه کچه کې دی.

کروندګر وايي کوکنار نه کري او پراخه ځنګلزاره ځمکې یې باغونو ته جوړې دي، خو حکومت ورسره د باغونو په جوړولو کې مرسته نه ده کړې.

دوی وايي چې که باغونه ورته جوړ شي نو لږ تر لږه به د دغه ولایت د کروندګرو ژوند ښه شي، ځکه کرنیزه ځمکه یې کمه ده او غنم او جوار ورته ډېره واره نه کوي.