عمر خوړلی معتاد: ږیره مې سپینه شوه، خو نشه مې پاتې نه شوه

Your browser doesn’t support HTML5

شپېته کلن محمد زمان چې په پاکستان کې په نشه يي‌توکو روږدی شوی، وايي ډېره هڅه یې وکړه چې نشې پرېږدي خو بریالی نه شو.
شپېته کلن محمد زمان چې په پاکستان کې په نشه يي‌توکو روږدی شوی، وايي ډېره هڅه یې وکړه چې نشې پرېږدي خو بریالی نه شو.

هغه چې د څلورو ځوانانو پلار دی وايي پخوا یې د ساعتونو جوړولو کار کاوه، خو د نشو له امله یې سترګې دومره ضعیفې شوې چې اوس کار نه شي کولای.

محمد زمان اوس د کابل پر واټونو کباړ راټولوي او تر خرڅلاو وروسته یې په پیسو نشه يي توکي اخلي.

هغه وايي وايي" څو ځله روغتون ته هم لاړم چې درملنه مې وکړي، خو ډاکټرانو راته وویل چې تا نه شو بستر کولای، ځکه ستا په عمر څو معتادین همدلته مړه شول".

محمد زمان وايي غواړم چې نشې پرېږدم، خو دلته چې دا ځوانان ووینم، زه هم ورسره کښېنم او په نشو سر شم.

د نشه يي توکو دغه عمر خوړلی معتاد له ځوانانو غواړي چې له نشه يي توکو ځان لرې وساتي، هغه وايي چې د نشې پېلول اسان خو پرېښودل یې ډېر سخت دي.