کندهار کې کروندګرو ولې دا کال د پیازو پر ځای تریاک کرلي؟

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمېر هغه کروندګر چې تېر کال یې په نورو کرنیزو محصولاتو کې تاوان وکړ، دا کال یې بېرته د تریاکو کرلو ته مخه کړې ده.
په کندهار کې یو شمېر هغه کروندګر چې تېر کال یې په نورو کرنیزو محصولاتو کې تاوان وکړ، دا کال یې بېرته د تریاکو کرلو ته مخه کړې ده.

دغه کروندګر وايي چې حکومت دې کورنیو زراعتي محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.

دوی وايي چې تېر کال يې په کرل شویو کښتونو کې لوړ مالي زیان ولیدی، ځکه خو يې سږکال بېرته تریاک وکرل.

د کندهار ژړۍ ولسوالۍ د تریاکو یو کروندګر ندا محمد تېر کال په خپل پټي کې د پیازو کښت کړی و، خو دا کال د تریاکو کښت ته هیله مند دی چې ګټه به ورته وکړي.

هغه وايي " له ګاونډيو هیوادونو څخه د زراعتي محصولاتو واریدېدو د ده حاصل ته لوړ مالي زیان ورساوه ځکه خو يې سږکال په خپله ځمکه کې تریاک کرلي".

د یادي ستونزي له کبله سږکال د کندهار په هغه سیمو کې هم د تریاکو کښتونه شوي دي چې مخکې به د پيازو په ګډون ځینې سبزیجات کرل کېدل.

د ژړۍ ولسوالۍ د تریاکو کروندګر وايي چې که حکومت په اساسي ډول د تریاکو د کښت مخنیوی غواړي نو لومړی دې د خپلو کروندګرو غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

کورنیو محصولاتو ته بازار موندنه، د سبزیو او مېوو د ساتلو لپاره د سړو خونو جوړول او له بهره د ځینو سبزیو او مېوو پر ورادولو بندیز یې د دوی په اند د حل لارې دي.

کرونده نیوکه لري چي تېر کال په کندهار کې د انګورو او انارو په ګډون د خټکیو او هندواڼو پرېمانه حاصلات واخیستل شول خو د بازار نشتوالي له مالي زیانونو سره مخ کړل.