په کابل کې د یو معتاد له کړاونو ډک ژوند

Your browser doesn’t support HTML5

دېرش کلن غلام صدیق چې د کابل ښار اوسېدونکی دی له کلونو راهیسې په هیروئینو روږدی دی.
دېرش کلن غلام صدیق چې د کابل ښار اوسېدونکی دی له کلونو راهیسې په هیروئینو روږدی دی.

غلام صدیق د ښار په کوڅو او واټونو کې له ډېرانونو او ویالو څخه د پلاستیکي او فلزي بوتلو د راټولو او پلورلو له لارې ځان ته مخدره مواد اخلي.

هغه وايي "که بوتلونه زه راټول نه کړم مخدره مواد ځان ته وانخلم شپې مې ګوزاره نه کیږي، ځان مې په دردېږي، ساړه مې نیسي، زړه مې بد بد کېږي. کانګې مې راځي. له حرکته پاتې کېږم. دا دومره خراب عمل دی".

غلام صدیق وايي د ترور زوی په مخدره موادو راوستی دی. هغه وویل" زه په هیروئینو اخته یم. د ترور زوی مې په دې عمل اخته کړی یم، ماته یې وویل وڅکه څه درباندې نه کېږي، ددې عمل د زیانونو په اړه یې راته هيڅ ونه ویل یواځې یې غوښتل چې د موادو د لاسته راوړلو لپاره له ما پیسې واخلي".

غلام صدیق وايي، که معتادینو ته مخدره مواد و نه رسیږي، نو خپل ژوند له لاسه ورکوي او دی خپله د داسې یوه معتاد د مړینې شاهد وو، چې د شپې مړ شو او چا یې پوښتنه نه کوله.