د پکتیا پر کروندګرو د زعفرانو تخم ووېشل شو

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتيا په ځینو ولسواليو کې پر يو شمېر بزګرانو د زعفرانو پنځه زره کيلو ګرامه تخم ووېشل شو، د کرنې مسئولین وايي هڅه کوي چې د زعفرانو په ترويج سره د بنګو له کرلو څخه کروندګر راوګرځوي.
د پکتيا په ځینو ولسواليو کې پر يو شمېر بزګرانو د زعفرانو پنځه زره کيلو ګرامه تخم ووېشل شو، د کرنې مسئولین وايي هڅه کوي چې د زعفرانو په ترويج سره د بنګو له کرلو څخه کروندګر راوګرځوي.

دلته پر هغو کروندګرو د زعفرانو تخم وېشل کيږي چې له مخکې د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري مشخص شوي دي، دا په دغه ولايت کې د چرسو د بديل کښت په توګه د ترويج يوه مهمه هڅه بلل کيږي.

له آريوب ځاځي، سيدکرم، جاني خېل او د ځينو نورو سيمو نه راغلي کروندګر، چې د بنګو کرکيله کوي، وايي چې په زعفرانو سره به هم د بنګو له کرلو لاس واخلي او هم به یې له دې لارې عاید ښه شي.

کروندګر فيض محمد له دې کاره خوښ دی او تمه لري چې زعفران به ښې پایلې ولري.

هغه وايي "موږ له دولت نه ډېره مننه کوو چې موږ ته يې زعفران راکړل. خدای دې وکړي چې نتيجه ښه ورکړي او له نشه يي توکو خلک لاس واخلي او حلال رزق ته مخه کړي".

د پکتيا د زراعت رياست مسؤلينو په وينا، په مرکز ګردېز سربېره په شپږو ولسوالیو سيدکرم، آريوب ځاځي، جاني خېل، ميرزکه، لجه منګل او زرمت کې د لسو قطعاتو لپاره د زعفرانو ۵۰۰۰ کيلو ګرامه تخم وېشي.

د کرنې رئيس محمد الدين مومند وايي، د هرې قطعې لپاره، چې نيم جريب ده، ۵۰۰ کيلو ګرام د زعفرانو پياز بېل شوي دي.

هغه وايي "د دې لپاره مو ماشينونه او وسايل هم ورکړي دي چې د ګل په راټولو او وچولو کې کار ترې واخلي، هغه تخنيکي اړخ چې په کرنې رياست پورې اړه لري. ټرېنېنګونه وخت په وخت دوی ته موږ دايروو او داير کړي مو هم دي".

په پکتیا کې زعفران د کوکنارو او بنګو تر ټولو غوره بديل بلل کيږي، د دې ولایت د کرنې مسؤلين وايي چې پروسږکال يې په دغه ولايت کې د زعفرانو له نمايشي قطعاتو څخه ښه نتيجه ترلاسه کړې.