په غزني کې د نشه يي توکو پر ضد د مدني ټولنو هڅې

Your browser doesn’t support HTML5

په دې وروستیو کې په غزني کې مدني ټولنو په ګډه د نشه یي توکو د مخنیوي په موخه غونډه جوړه کړې وه، چې ددې ولایت یو شمېر مدني فعالانو، ديني عالمانو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه.

په دې وروستیو کې په غزني کې مدني ټولنو په ګډه د نشه یي توکو د مخنیوي په موخه غونډه جوړه کړې وه، چې ددې ولایت یو شمېر مدني فعالانو، ديني عالمانو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه.

مدني فعال او اروا پوه سید حبیب دانشیار غونډې ته په وینا کې وویل چې نشه يي توکي د ټولو پټ دښمن دی او پر وړاندې یې هر وګړی مسوولیت لري.

هغه وايي "نن په ټوله نړۍ کې په هره ثانیه کې څلور نفره د مخدراتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تنها د سګریټ له لاسه، هندوستان چې ۱۲۰۰ میلونه نفوس لري هره ورځ ۲۰۰۰ تنه د مخدراتو له امله ژوند له لاسه ورکوي. نن په افغانستان کې ۳ ملیونه خلک معتاد دي".

په غونډه کې مدني فعال فرید عبیدي غزني ښار کې د معتادینو زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه که دولت یې پر وخت غم ونه خوري ناورین به رامنځته شي.

هغه وايي "دا خلک په مجلس کې هم ځای نه لري، یو ښه شخصیت به وي خو معتاد به وي او خلک به نفرت ترې کوي. اصلي منبع یې نصوار او سګریټ دي چې بیا وروسته دې نتیجې ته ورسېږي چې د پله لاندې به ژوند کوي، بعضې وخت ځینې اشخاص په مرګ راضي کېږي چې هغه معتادین دي".

د دې تر څنګ ديني عالم مولوي عبدالباري حقاني په خپلو خبرو کې وویل چې اسلام د هر ډول نشه يي توکو استعمال حرام بللی او کاروونکي یې نه یوازي ګنهکارېږي بلکې په دې کار سره خپل ژوند، ملګري او د کورنۍ غړي هم له لاسه ورکوي.

دغه دیني عالم وايي "هر هغه شی چې نشه راوړي هغه حرام دی هغه که تریاک دي، چرس دي، نصوار او یا سګریټ دي دا ټول حرام دي".

د معلوماتو له مخې په غزني ښار کې له ۳۰۰۰ زیات کسان په بېلابېلو نشو اخته دي، چې د دې ښار د اوسېدونکو په خبره د معتادینو شمېر ورځ تر بلې نور هم زیاتیږي.