پولیسو په حامد کرزي هوايي ډګر کې زرګونه "ټابلیټ کا" نیولې

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر مسئولین وايي چې پولیسو تیره ورځ په دغه هوايي ډګر کې کابو ۱۴ کیلو ګرامه "ټابلیټ کا" چې شمیر یې زرګونو ته رسېږي نېولې ده.
د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر مسئولین وايي چې پولیسو تیره ورځ په دغه هوايي ډګر کې کابو ۱۴ کیلو ګرامه "ټابلیټ کا" چې شمیر یې زرګونو ته رسېږي نېولې ده.

د دغه هوايي ډګر مسئولین وايي چې دغه اندازه ټابلیټ کا له دوبۍ څخه کابل ته قاچاق کېده، چې پولیسو ونیول.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر رئیس سید عمر صبور وايي چې پولیسو د قضیې په تړاو دوه تنه هم نیولي دي.

هغه وايي "د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د قاچاقو د مخنیوي ادارې زموږ د ګمرک د مسولینو او کشفي ځواکونو په همکارۍ په درېیو ډبیو کې ۱۳کیلو او ۷۱۷ ګرامه ټابلیټ K چې د قاچاق په ډول افغانستان ته دننه کېدل له هغه کس سره چې دا یې قاچاق کولاو بل هغه کس چې دلته په کابل کې یې ترې اخیستل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نیولي دي".

ښاغلی صبور وايي چې نیول شوي کسان او نشه‌يي ټابلیټ د لازیاتو څېړنو په موخه اړوندو عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.