پخوانی معتاد ځوان غواړي له درملنې وروسته ډاکټر شي

Your browser doesn’t support HTML5

محمد رضا هغه تنکی ځوان دی چې له لسو کلونو څخه په کم عمر کې د نشه يي‌توکو په لومه کې ایسار او معتاد شو.
محمد رضا هغه تنکی ځوان دی چې له لسو کلونو څخه په کم عمر کې د نشه يي‌توکو په لومه کې ایسار او معتاد شو.

هغه وايي پلار، مور او یو ورور یې هم په نشه يي توکو روږدي دي او له همدې امله دی هم په ډېر کوچنيوالي کې په مخدره توکو اخته شو.

محمد رضا وايي: "کله چې په لومړي ټولګي کې وم له ښوونځي څخه کور ته راغلم خپل کتاب مې واخیست او د پلار څنګ ته لاړم چې راته درس ووایي، ومې لیدل چې له پلار سره مې سګرېټ دي، کرسټال او شیشه هم ورسره دي، لومړی مې یو دود سګرېټ وڅکول، وروسته مې کرسټال او شیشه هم له پلار څخه په پټه وڅکول، یوه میاشت وروسته راباندې دردونه راغلل او معتاد شوم".

محمد رضا وايي شاوخوا څلور کاله مخکې کله چې د پل سوخته لاندې په خورا بد حالت کې وو، د تنکیو معتادو ځوانانو د څلوېښت بستریز مرکز ډاکټرانو د درملنې لپاره له ځانه سره یووړ او بستري یې کړ.

هغه وايي له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې یې بیا نشه يي توکي نه دي څکولي او بېرته عادي ژوند ته ګرځېدلی دی.

دی وايي: "زه غواړم په راتلونکي کې ډاکټر شم او لکه څنګه چې زما درملنه وشوه، همداسې د نورو معتادینو درملنه وکړم او له مخدره موادو یې جلا کړم".

محمد رضا د خپلې ورکې شوې کورنۍ په لټه کې هم دی ترڅو خپله معتاده مور، پلار او ورور هم له دې آفت څخه وژغوري.