ډاکټران وايي زیاتره روږدي تنکي ځوانان د نشې ګولۍ کاروي

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د روږدو تنکیو ځوانانو د درملنې مرکز مسئولین وايي چې په دې مرکز کې تر درملنه لاندې زیاتره روږدي ځوانان د نشه‌يي ټابلیټونو د کارولو له امله په نشه يي توکو اخته شوي دي.
په کابل کې د روږدو تنکیو ځوانانو د درملنې مرکز مسئولین وايي چې په دې مرکز کې تر درملنه لاندې زیاتره روږدي ځوانان د نشه‌يي ټابلیټونو د کارولو له امله په نشه يي توکو اخته شوي دي.

د دغه مرکز رئيس الله‌ نظر اصغري وايي چې د دغو ټابلیټونو ځینې یې په درملتونونو کې په خورا اسانۍ او له نسخې پرته ترلاسه کېږي.

ډاکټر اصغري وايي "زیات په ټابلیټ کا باندې روږدي وي، شیشه باندې وي او چرسو باندې وي او Pregabalin یو رقم ټابلیټ دي او Tramadol په دې باندې هم روږدي دي، چې دا په ډېره اسانه زموږ په ټولنه کې پیدا کېږي او یو عادي سړی هم کولی شي چې له درملتون څخه یې واخلي او دوی (تنکي ځوانان) ترې غلطه استفاده کوي".

ښاغلي اصغري په درملتونونو کې د ډاکټر له نسخې پرته د دغو ټابلیټونو پلورل په ټولنه کې د یوې لویې ستونزې په توګه یاده کړه.

هغه په افغانستان کې د نشه يي توکو او نشه‌یي ټابلیټونو ته اسانه لاسرسی، په ځینو کورنیو کې د میندو او پلرونو له خوا د نشه يي توکو کارول او د مخدراتو په اړه د عامه‌پوهاوي نشتوالی د تنکیو ځوانانو د اعتیاد اصلي لاملونه بولي او وايي چې زیات شمېر تنکي ځوانان د خپلو ملګرو له خوا په دغو موادو اخته کېږي.

په کابل کې د روږدو تنکیو ځوانانو د درملنې دا مرکز په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شوی چې په کې هر ناروغ په وړیا ډول درې‌ میاشتې تر درملنه لاندې وي.

د دې مرکز مسئولین وايي په شاوخوا اتو کلونو کې یې د سلګونو تنکیو ځوانانو درملنه کړې چې یو شمېر یې له نشو ژغورل شوي خو زیات شمیر یې بېرته نشه يي توکو ته مخه کړې ده.