ماشومه شریفه څنګه خپل پلار په نشه يي‌توکو اخته کړه؟

Your browser doesn’t support HTML5

شریفه چې اوس په کابل کې د ځوانو معتادو نجونو د درملنې په مرکز کې بستري ده، یوازې د دوولسو کلونو وه چې په نشه یي توکو روږدي پلار یې په نشو اخته کړه.
شریفه چې اوس په کابل کې د ځوانو معتادو نجونو د درملنې په مرکز کې بستري ده، یوازې د دوولسو کلونو وه چې په نشه یي توکو روږدي پلار یې په نشو اخته کړه.

شریفه وايي چې پلار به یې په کور کې نشه يي توکي څکول او د وخت په تېرېدو سره دا هم ورباندې اخته شوه.

هغه وايي "پلار به مې چې پوډر څکول لوګی یې ماته هم راتلی، څه موده وروسته مې پر سر او ځان درد شو، پلار مې راته مواد راکول چې ویې څکوم، کله به مې چې وڅکول دردونه به مې ښه شول، خو وروسته به بېرته پیل شول".

شریفه وايي پلار یې چې په هیرویینو روږدی وو، په کابل ښار کې ورک شو او هغه د ولسي جرګې د یو وکیل د لور په مرسته دې مرکز ته راوستل شوه.

هغه وايي چې له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د ځوانو نجونو په پنځوس بستریز مرکز کې تر درملنې لاندې ده او اوس په بشپړ ډول روغه شوې ده.