معتادین وايي چې بېکارۍ نشو ته اړ کړي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې په نشه روږدي وايي چي د بېکارۍ له امله يې نشه يي توکو ته مخه کړې، دغه معتادین له دولت څخه غواړي چې هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.

په کندهار کې په نشه روږدي وايي چي د بېکارۍ له امله يې نشه يي توکو ته مخه کړې، دغه معتادین له دولت څخه غواړي چې هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.

د کندهار پر عمومي جاده تر ډېره ځوان معتادین لیدل کیږي چې په ښکاره نشه يي‌توکي کاروي، دوی وايي که د ځوانانو د کار غم و نه خوړل شي د معتادینو شمېر به لا پسې زیات شي.

په نشه روږدی ولي جان وايي چې بې روزګاري يې په نشو د اخته کېدو اصلي لامل دی.

هغه وايي‌" شپږ کاله مې پرېښودل، چې دا مازې بېکاره شوم یوه میاشت لا پر کور نه یم ګرځېدلی چې بیا په اخته شوم، اصلي لامل یې بېکاري ده، کله چې څوک په کار اخته وي نشو ته یې نه پام کیږي".

په دوی کې ځینې یې د کورنۍ مسئولیت هم پر غاړه لري خو وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله يې نشو ته پنا ور وړې.

دلته ځينې داسې معتادین هم شته چې وايي څو ځله يې درملنه کړې او نشه يي توکي يې پرې ايښي خو دا چې سالم مصروفیت نه لري بیرته یې نشه يي توکو ته مخه کړې.
موسی جان تر یو ځل درملنه کړې خو بیا یې نشې شروع کړي.

د کار موندنې په برخه کې د کندهار ولایتي اداره هم ستونزه مني خو وايي چي د حرفوي او مسلکي زړه کړو په ګډون يې په بیلا بیلو برخو کې سلګونو کسانو ته د مهارتونو د زده کړې له لارې هڅه کړې چې د بیکارۍ کچه را ټیټه کړي.