خوست: پر بزګرو د مېوو او سبزیجاتو د وچولو ماشینونه ووېشل شول

Your browser doesn’t support HTML5

په خوست کې پر يو شمېر بزګرو د تازه مېوو او سبزيجاتو د وچولو ماشينونه ووېشل شول، بزګر وايي چې دا به د دوی د اقتصاد په وده او د حلالو کښتونو په ترويج کې ډېره مرسته وکړي.
په خوست کې پر يو شمېر بزګرو د تازه مېوو او سبزيجاتو د وچولو ماشينونه ووېشل شول، بزګر وايي چې دا به د دوی د اقتصاد په وده او د حلالو کښتونو په ترويج کې ډېره مرسته وکړي.

د تازه ميوو او سبزيجاتو دغه ماشینونه چې د لمريزې برېښنا په وسيله کار کوي، په يوه وخت کې د پنځوس کيلو ګرامو زردالو، رومي بانجانو، باميه او يا د نورو کرنيزو محصولاتو د وچولو وړتيا لري.

کروندګر محمد سبحان وایي دا به نه يواځې د دوی د اقتصاد په پياوړتيا کې مرسته وکړي، بلکې د کرنيزو محصولاتو د ضايع کيدو د مخنیوي تر څنګ به کروندګر د حلالو کښتونو کر ته وهڅوي.

هغه وايي " انشاءالله د دې په واسطې سره به زموږ مشکل ډېر رفع شي. ځکه بېنډۍ يا نور توکي چې به چا وکرل، داسې وخت به راغلی و چې په شل دېرش روپۍ به يې من خرڅېده. داسې وخت هم راغلی چې په سل يا يو سل او پنځوس روپۍ مو هم کيلو اخيستی دی".

مسئولین وايي دا هر ماشين ۱۸۳ زره افغانۍ قيمت لري او د اوسمهال لپاره پر ۲۸ کروندګرو کورنيو ووېشل شول، خو راتلونکي پلان کې سلګونه کروندګر شامل دي.

د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان وايي، دا پروګرام د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ځنځروي ارزښت د ودې او سکتوري پروژې يوه برخه ده، چې د بزګرانو اقتصادي پياوړتيا، د حلالو کښتونو وده او د خوړو خونديتوب يې اساسي موخې دي.

ښاغلی پټان وايي "په هغو ولايتونو کې چې مخدره مواد کرل کيږي، هغه خلک به تشويق شي چې ميوه جات او سبزيجات وکري او دېته به راشي چې د خپلې کورنۍ اقتصاد په خپله تامين کړي. نو ضرور به نه وي چې دوی يا سلاح ته لاس واچوي او يا مخدره موادو ته لاس وغځوي".

په خوست کې کوکنار نه کرل کيږي، خو د کرنې رياست مسؤلينو ويلي، هڅې يې پيل کړي چې د چرسو او نورو نشه يي‌توکو د بديل معيشت کښتونه ترويج او د کرنيزو محصولاتو په زياتېدو سره د خلکو اقتصاد پیاوړی کړي.