شاوليکوټ کې کروندګرو سږ کال د تریاکو پر ځای غنم کرلي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ ځينو کرونده ګرو چې تېر کال یې تریاک کرلي وو، سږ کال د تریاکو پر ځای د غنمو کرلو ته مخه کړې ده.
د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ ځينو کرونده ګرو چې تېر کال یې تریاک کرلي وو، سږ کال د تریاکو پر ځای د غنمو کرلو ته مخه کړې ده.

د دغې ولسوالۍ کرونده ګر وايې چې له یوه پلوه يې په سیمه کې په نشه د روږدو کسانو شمېر زیات شوی او له بل پلوه خلک د غنمو له کمښت سره مخ دي، چې د همدې لپاره یې پر خپلو ځمکو غنم کرلي.

تېر کال د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ پر ځمکو د تریاکو پریمانه کښت شوی وو خو سږکال يې ځای د غنمو دې شنه فصل نیولی.

په سیمه کې د تریاکو د کښت له کبله د معتادینو د شمېر زیات والي ځايي کرونده ګر اندېښمن کړي، او وايي ځکه یې دا کال د غنمو د کرلو پرېکړه وکړه.

د غنمو یو کرونده ګر نورالله وايي چې سږکال د غنمو بیه لوړه ده او تمه لري چې فصل به یې ښه ګټه وکړي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د سوزنیانو د سیمې کرونده ګر جمعه خان بیا د تېر کال د تریاکو پر پټي د سبزیو کښت کړی وو چې د حاصل را ټولولو له لاري يې ښه مالي ګټه تر لاسه کړې.
هغه له کلونو راهیسې د تریاکو د کښت تجربه لري.

د تریاکو دغه پخوانی کرونده ګر وايي "په دغه سیمه کې د بدیلو کښتو د کرلو هڅې زیاتې شوي دي او ډېری کروندګرو چې پخوا یې تریاک کرل، دا کال یې د غنمو کرلو ته مخه کړې ده".

د شاه ولیکوټ ځمکه وال خیرالله بیا وايي دا چې نن سبا په په هېواد کې د غنمو اړتیا زیاته شوې، له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې پر خپله ځمکه د کوکنارو پر ځای غنم وکري.

که څه هم د کندهار په ځینو ولسوالیو کې دا کال د کوکنارو کښت زیات شوی، خو په شاه ولي کوټ کې بیا کروندګرو پرېکړه کړې چې د کوکنارو د کرلو پر ځای غنم وکري، دوی وايي له دې لارې نه یوازې د معتادینو له کمښت سره مرسته کوي بلکې غواړي د خلکو د غنمو اړتیا هم پوره کړي.