یوه مېرمن د خپل معتاد خاوند په لټه د غزني ښار ویرانې لټوي

Your browser doesn’t support HTML5

د دریو بچیانو مور بي بي ګله له خپل درې کلن زوی سره له اندړو ولسوالۍ څخه غزني ښار ته راغلې، چې د معتادینو په منځ کې خپل ورک خاوند پیدا کړي.

د دریو بچیانو مور بي بي ګله له خپل درې کلن زوی سره له اندړو ولسوالۍ څخه غزني ښار ته راغلې، چې د معتادینو په منځ کې خپل ورک خاوند پیدا کړي.

د بي بي ګلې خاوند تر یو کال زیات وخت کیږي چې کور ته نه دی ورغلی، وايي په کور کې د ګټې وټې څوک نه لري او ژوند یې له سختو کړاوونو سره مخ دی.

بي بي ګله وايي " ژوند مې ډېر په مشکلاتو کې تېریږي ماشومان مې کوچني دي، یو د پنځو کالو، یو د څلورو او یو د دریو کالو دی او یوه مې بنزۍ (د خاوند د بلې ښځې لور) ده، ټول ما ته را له غاړې دي. په کور کې نه اوړه، نه غوړي او هېڅ شی نه لرو حتی د درملو پیسې هم نه لرو".

بي بي ګله وايي خاوند یې څو ځله هڅه کړې چې دا هم په نشه يي‌توکو اخته کړي.

هغه وايي‌ د ژوند تېرولو لپاره د خلکو مرستې ته اړتیا لري او تر څنګ یې باید د خاوند درملنه هم وشي.