خوست: د ښځو د حقونو فعالانې معتادو ښځو ته پاملرنه غواړي

Your browser doesn’t support HTML5

په خوست کې د ښځو د حقونو فعالانې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د معتادو ښځو پر زیاتوالي اندېښنه لري.

په خوست کې د ښځو د حقونو فعالانې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د معتادو ښځو پر زیاتوالي اندېښنه لري.

د ښځو د حقونو فعالانې وایي چې په خوست کې په نشه یي توکو د روږدو ښځو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې باید مخنیوي ته یې پاملرنه وشي.

د ولایتي شورا غړې زهرا جلال وایي يو شمېر ښځې يې ليدلې چې په نشه یي توکو د اخته کيدو کيسې يې ورته کړي. دا له دولت نه غوښتنه لري چې د دغو ښځو شمېر معلوم او د درملنې لپاره يې کار وکړي.

هغه وايي "دا خلک (ښځې) حال نشي ويلای. مثلاً امکان لري ځينې يې په چرسو روږدې وي، ځينې يې په اپينو روږدې وي خو تر اوسه پورې مې په شيشه او هيروئينو باندې ما نه دي ليدلې. دوی نه چې بيا ما پوښتنه کړې چې مثلاً دا ولې؟ دوی يا کوم خپلوان له لاسه ورکړی وي، يا يې کوم شديد درد احساس کړی وي. د هغې له وجهې دوی روږدي شوې دي، بيا ځان نشي کنترولای".

څه موده مخکې په دغه ولايت کې د معتادينو د درملنې روغتون پر نشه يي توکو معتادې ښځې په خپلو کورونو تداوي کولې، خو مسؤلين وايي چې له رسنيو سره د ارقامو د شريکو اجازه نه لري.

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري وايي، چې تر اوسه يې په دې برخه کې کومه سروې نه ده کړې.

هغه وايي "د نفوس نيمايي برخه خويندې تشکيلوي. ممکن په دې برخه کې ستونزې موجودې وي. خو موږ تر اوسه دقيقه سروې نه ده کړې چې څومره تعداد موجودې دي او يا څومره تعداد له مخدره موادو نه استفاده کوي. همدا يې مخنیوی دی، هغه خويندې چې معتادې دي، هغه مشخصې کړو اوروسته يې په دې برخه کې لازمه همکاري وکړو".

د ښځو حقونو د فعالانو په وينا، کورنی تاوتريخوالی، اقتصادي ستونزې او د جګړو اغېز پر نشه يي توکو د ښځو د اعتياد عمده لاملونه بلل کيږي. د دوی غوښتنه دا ده چې په کور دننه دې ورته کاري فرصتونه برابر شي.