ابوبکر: یو ځل مې شوقي پوډر وڅکول خو پرې معتاد شوم

Your browser doesn’t support HTML5

۲۲ کلن ابوبکر چې له پنځو کلونو راهیسې په نشه يي توکو روږدی دی او پوډر څکوي، د کابل پر واټونو شپې سبا کوي.

۲۲ کلن ابوبکر چې له پنځو کلونو راهیسې په نشه يي توکو روږدی دی او پوډر څکوي، د کابل پر واټونو شپې سبا کوي.

هغه چې پخوا یې کراچۍ چلوله نه یوازې دا چې کار نه شي کولای بلکې ژوند یې له ډېرو کړاوونو ډک دی.

ابوبکر وايي" زموږ کور دلته نشته ما کراچیواني کوله، کله نا کله به له دې ځایه تېرېدم عملیان به دلته ناست وو، یو ځل مې شوق ورته وشو له مخې یې تېر شوم یوه ته مې یې وویل چې دا خوند کوي‌ که نه؟ ویل یې ولې یې نه کوي بس خر شوم یو دوه دمه مې وڅکول له هماغه دوه دمه څکولو وروسته لاړم روږدی او غرق شوم".

په نشو روږدې ابوبکر وایي چې سګرېټ څکول د نشو اصلي عامل دی وايي تر دې مخکې یې چرس څکول خو کله چې به چرس نه وو له مجبورۍ به یې پوډر څکول.

هغه له ځوانانو غواړي چې له بې ځایه ناستې ولاړې ډډه وکړي او د نشو شوق له سره وباسي که نه په لوی لاس به ژوند خراب کړي.