روغتیا وزارت په کابل کې ۱۵۰ معتادین راټول او بستري کړل

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ژمي د رارسېدو په درشل کې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه د ۶۰۰ معتادینو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ژمي د رارسېدو په درشل کې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه د ۴۰۰۰ معتادینو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د دغه وزارت د نشه‌يي توکو د غوښتنې د کچې د راټيټولو رئیس جاوید بدخش وايي چې د همدې کمپاین په دوام کې یې د کابل د کارته نو له سیمې شاوخوا ۱۵۰ معتادین راټول او د ابن سینا په روغتیايي مرکز کې بستري کړل.

مسئولین په کابل کې مخدره موادو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې زیات شمیر معتادین له درملنې وروسته بېرته په مخدره موادو اخته شي.

جاوید بدخش وايي "که مخدره موادو ته لاسرسی له منځه یوسو، لوی او واړه قاچاقبران ونیول شي او موادو ته لاسرسی نه وي، دا ټول د دې لامل کېږي، چې هغه کسان چې موږ یې درملنه کوو په لږ شمېر یې بېرته مخدره موادو ته مخه وکړي".

د روغتیا وزارت چارواکي د دغه کمپاین په ترڅ کې تراوسه څه باندې ۵۵۰ معتادین د کابل ښار له مختلو سیمو څخه راټول شوي او د معتادینو د درملنې په ځانګړو مراکزو کې بستر شوي دي.

دوی وايي د درملنې ظرفیت ته په پاملرنې به د معتادینو د راټولولو دغه کمپاین دوام وکړي.