عثماني: په کابل کې د ژمي تر رارسېدو څلور زره معتادین راټولولو

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د ژمي د موسم تر رارسېدو وړاندې په کابل کې څلور زره معتادین راټول او بستري کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د ژمي د موسم تر رارسېدو وړاندې په کابل کې څلور زره معتادین راټول او بستري کړي.

د دغه وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وايي چې په کابل کې د معتادینو د درملنې د مرکزونو ظرفیت ته په پاملرنې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ له یوې اونۍ راهیسې د شاوخوا ۶۰۰ معتادینو د راټولو کمپاین پیل شوی دی.

ښاغلی عثماني وايي "د عامې روغتیا وزارت او د کورنیو چارو وزارت دواړو په ګډه یو کمپاین شروع کړی دی چې شپږ سوه د سړک د غاړې معتادین د کابل له ناحیو څخه راټول شي، مګر دا کافي نه دی، زموږ پلان دا دی چې خپل ظرفیت څلور زرو ته اوچت کړو او د کابل ټول معتادین د ژمي له رارسېدو مخکې راټول شي".

د دغه کمپاین په ترڅ کې تراوسه څه باندې ۴۰۰ معتادین راټول او د درملنې په مرکزونو کې بستري شوي دي.

د افغان حکومت د شمېرو په اساس دا مهال په کابل کې شاوخوا څلور زره بې‌سرپناه معتادین شته چې د ښار په مختلفو سیمو کې د پلونو لاندې، سرک غاړو او پارکونو کې دېره دي او په عام محضر کې مخدره مواد استعمالوي.