محمد داوود: کله کله وایم راشه ځانوژنه وکړه

Your browser doesn’t support HTML5

محمد داوود چې له لسو کلونو راهیسې په نشو اخته دی وایي کله کله د خپلو نشو او د ژوند د نورو ستونزو له امله د ځانوژنې فکرونه ورځي.

محمد داوود چې له لسو کلونو راهیسې په نشو اخته دی وایي کله کله د خپلو نشو او د ژوند د نورو ستونزو له امله د ځانوژنې فکرونه ورځي.

هغه چې شپږ بچیان لري، اصلا د کندهار دی، خو درې کاله کیږي کور ته نه دی تللی او په غزني ښار کې له نورو معتادینو سره یو ځای شپې سبا کوي.

محمد داوو هغه مهال چې د لویې لارې موټر یې چلاوه په نشه يي توکو اخته شو، وايي دا چې پر لار به جنګونه ول، نو موټر چلوونکي د دې لپاره چې ویښ اوسي، نشې به یې کولې.

هغه وايي "که څه هم اقتصادي مشکلات مې درلودل، خو تر ۱۲ ټولګي مې زده کړې کړي، اوس هم اقتصادي ستونزې لرم، پر دنیا هیڅ شی هم نه لرم".

محمد داوود له ځوانانو غوښتنه لري چې له نشه يي توکو او له ناسمو ملګرو ځان لرې وساتي، که نه په لوی لاس به خپل ژوند برباد کړي.