هغه ځوان چې خپل ورور په نشو اخته کړ

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني اوسېدونکی نور اغا ادعا کوي چې خپل ورور یې د دې له امله په نشو اخته کړی چې کورونه یې هغه ته یې پاته شي.

د غزني اوسېدونکی نور اغا ادعا کوي چې خپل ورور یې د دې له امله په نشو اخته کړی چې کورونه یې هغه ته یې پاته شي.

هغه چې شپږ بچیان لري وايي کور یې په غزني کې دی، خو یو نیم کال کیږي چې کور ته نه دی تللی او خپل بچیان یې نه دي لیدلي.

نور اغا وايي "زه ډېر کشر وم چې پلار مې واده راته وکړ، اوس مې شپږ لورانې دي، له پلار سره مې جنجال وکړ چې ولې په کم عمر کې واده راته کوې، هغه ویل زما له مرګه وروسته دې ورور بیا واده نه شي درته کولی، عمل مې هم دومره زیات نه دی، زه شیشه او چرس څکوم خو چې هغه کشره کوچنۍ لور مې کله را په یادېږي یو یو پاو غوښه کموم".

دغه ځوان معتاد چې د نانوايي کسب یې زده دی، وايي هڅه کوي چې له نشو لاس واخلي او بېرته له خپلې کورنۍ او بچیانو سره یو ځای ژوند وکړي.