هغه معتاد چې مېرمن یې پرېښوده خو نشه یې پرېنښوده

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني اوسېدونکی شبیر چې په ایران کې په نشو اخته شوی دی، وايي د نشو له امله یې د مېرمنې ژوند ورسره تریخ وو، چې بالاخره یې طلاق ورکړ.

د غزني اوسېدونکی شبیر چې په ایران کې په نشو اخته شوی دی، وايي د نشو له امله یې د مېرمنې ژوند ورسره تریخ وو، چې بالاخره یې طلاق ورکړ.

وروسته له هغه چې د هغه ایرانۍ مېرمن خپل هېواد ته لاړه، شبیر په غزني ښار کې له نورو معتاینو سره یو ځای اوسیږي او د تریاکو، چرسو، شیشې تر څنګ پوډر هم څکوي.

هغه چې دوه بچیان هم لري وايي پخوا یې ښه ژوند درلود او د کار په بدل کې یې ښه ګټه ترلاسه کوله.

شبیر وایي " ډېر ښه کاریګر وم د ورځې مې درې لکه تومن پیدا کول، ما فکر کاوه چې افغانستان جوړ شو، هلته به کار وکړم خو چې راغلم دا عمل مې نور هم زیات شو".

دغه معتاد وايي چې د دوو بچیانو سرپرستي یې ورور په غاړه اخیستې او له هغه سره په غزني ښار کې اوسیږي.