هغه معتاد چې خپله ځمکه او موټر یې په نشو کې بایللي

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني اوسېدونکی سورګل چې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په نشه یي توکو روږدی دی وايي چې خپله ۲۵ جریبه ځمکه، درې موټر او په سلګونه زره افغانۍ یې د نشه يي توکو د کارولو له امله له لاسه ورکړې.


د غزني اوسېدونکی سورګل چې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په نشه یي توکو روږدی دی وايي چې خپله ۲۵ جریبه ځمکه، درې موټر او په سلګونه زره افغانۍ یې د نشه يي توکو د کارولو له امله له لاسه ورکړې.

هغه وايي چې د دې تر څنګ د ورونو او د کورنۍ د نورو غړیو له پامه غورځېدلی او اوس له سختې غریبۍ سره لاس او ګریوان دی.

هغه وايي " نشه مو هېڅ له فکر څخه نه وځي، که د دنیا ښادۍ وي په کیسه کې یې نه یو او خپل په فکر کې غرق تللي یو. دولت دې دا مهرباني وکړي چې دا د خرڅولو ځایونه دې بند کړي، دا چې نن زه پرې اخته یم سبا نور ځوانان پرې اخته کېږي".

سورګل او په غزني کې نور معتادین وايي چې دولت دې د نشه يي توکو د پلورونکو مخه ونیسي، چې دا به له دوی سره د نشو په پرېښودو کې مرسته وکړي.