کندهار: ډېر معتادین د بېکارۍ له امله بیا په نشو اخته کیږي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې روغتیايي مسئولین وايي چې ډېر داسې معتادین چې درملنه یې شوې وې، د بې کارۍ له امله یو ځل بیا نشو ته مخه کوي.

په کندهار کې روغتیايي مسئولین وايي چې ډېر داسې معتادین چې درملنه یې شوې وې، د بې کارۍ له امله یو ځل بیا نشو ته مخه کوي.

دوی وايي د دې لپاره چې معتادین بېرته عادي ژوند ته وګرځي په کار ده هغوی ته د کار زمینه برابره شي او تر څنګ یې په ټولنه کې د جذبېدو لپاره له هغوی سره مرسته وشي.

په نشه يي توکو معتاد کسان وايي چې له لومړۍ درملنې څخه تر لنډ وخت تېرېدو وروسته بېرته په نشه اخته شوي.

د دویم ځل لپاره تر درملنه لاندې معتاد جمعه ګل د درملنې پر مهال د ګالل شویو ستونزو یادونه کوي خو زیاتوي چې د بیکارۍ له امله بیا په نشو اخته شوی.

هغه وايي " پر ځان خوارۍ تېرې کړو، زحمتونه تېر کړو، خو چې له شفاخانې ووځو او مصروفیت نه وي بېرته په نشو اخته شو".

په کندهار کې د نشه يي توکو د معتادینو شمېر تر درې سوه زره ډېر اټکل شوی خو محدود شمېر کسانو ته يې د درملنې امکانات برابر دي.