په غزني ښار کې په نشو د اخته سپیو زیاتوالی

Your browser doesn’t support HTML5

په غزني ښار کې د معتادینو تر څنګ د هغه سپیو شمېر هم ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی چې په نشو اخته شوي دي.

په غزني ښار کې د معتادینو تر څنګ د هغه سپیو شمېر هم ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی چې په نشو اخته شوي دي.

معتادین وايي چې دغه سپیو ته بېلا بېل نشه يي مواد ورکول کیږي چې چې اوس یې شمېر تر سلګونو رسیږي او له معتادینو سره یو ځای اوسیږي.

په نشو اخته محمد ابراهیم وايي " ډېر سپیان دي، له دوو تر دریو سوو دي، معتادین پوډر په څکوي، شیشه ورکوي، په غېږ کې یې پرې باسي، چې شیشه وڅکوي نور په ځان نه پوهیږي چې دا خو ګناه لري دا ولې داسې کوو".

یو شمېر معتادین اندېښنه لري چې له دغه معتادو سپیو څخه انسانانو ته ډول ډول ناروغۍ لېږدول کیږي چې باید مسئولې ادارې یې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.