غلام نبي: ایران ته د کار لپاره لاړم خو هلته معتاد شوم

Your browser doesn’t support HTML5

د لوګر اوسېدونکی غلام نبي شاوخوا شل کاله وړاندې هغه مهال په نشو اخته شو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ.

د لوګر اوسېدونکی غلام نبي شاوخوا شل کاله وړاندې هغه مهال په نشو اخته شو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ.

هغه وايي د دې لپاره چې ډېر کار وکړي د کار څښتن به یې تریاک ورکول چې کرار کرار په دغو نشه يي توکو معتاد شو.

غلام نبي وايي " کله چې به د صاحب کار، کار مخکې نه تلی، ده به موږ ته لږ تریاک راکول، بیا به موږ داسې کار ورته کاوه چې د دوو دریو کسانو کار به مو مخته بېوه".

هغه چې شیشه او پوډر څکوي وايي ژوند یې ډېر له کړاوونو ډک دی، خلک بد چلند ورسره کوي او ځوروي یې.