پکتیا: په زندان کې په نشو اخته شوی معتاد

Your browser doesn’t support HTML5

په پکتیا کې یو شمېر په نشه يي توکو روږدي وايي، چې د ګردېز په زندان کې په دغو موادو معتاد شوي دي.

په پکتیا کې یو شمېر په نشه يي توکو روږدي وايي، چې د ګردېز په زندان کې په دغو موادو معتاد شوي دي.

دوی ادعا کوي چې ګوندې د ځينو پوليسو له لوري زندان ته نشه يي توکي دننه کيږي او په دې سره بنديانو ته د نشې زمينه برابریږي.

د دې ولایت د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی شېرمحمد هره ورځ دلته له خپلو ملګرو سره د نشې لپاره راځي. هغه چې له شيشې نه ډېره استفاده کوي، وايي چې د ګردېز په زندان کې پر نشه يي توکو معتاد شوی.

شېرمحمد وايي، چې د يوې حقوقي مسئلې پر اساس يې څلور کاله په زندان کې تېر کړل او هلته يې په دويم کال د ذهني آرامتيا په خاطر نشې ته مخه کړله، خو زياتوي، اندېښنې يې لاپسې ډېرې شوې.

هغه وايي‌ "عسکرو ټول راوړل. ظابطان وو، هغوی په خپله راوړل خرڅول به يې. پر پيسدارو خلکو به يې خرڅول، هغوی به نورو ته توزيع کول. مرۍ مو کولې (لاسي صنايع)، هغه مو خرڅول، بيا به مو پرې اخيستل".

په ورته وخت کې سمونوال محمد داوود چې په دې وروستيو کې د ګردېز زندان مديريت ورسپارل شوی، تر ده مخکې د زندان د حالت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې د ده د ندې پرمهال هيڅ ډول نشه يي توکي زندان ته نه دي دننه شوي.

هغه وايي‌ "موږ له تېرو سره کار نه لرو، چې څه موضوعات وو. مګر الحمد لله تاسو ته ډاډ درکوم چې اوسمهال د مخدراتو موادو او ممنوع شيانو سره مارزه په شدت سره دوام لري. تاسو په خپله راغلی، زموږ تلاشۍ مو وليدلې، چې متعددې تلاشۍ مو جوړې کړې دي. يعنې په هيڅ ډول زندان ته د مخدره موادو او ممنوعه شيانو انتقال ممکن نه دی".

د ياد زندان دا پخوانی بندي شېرمحمد وايي، چې تر زندان مخکې يې خوشحاله ژوند درلود، خو اوس نه يواځې په خپله در په در دی، بلکې کورنۍ يې هم ورسره په ستونزو کې ښکېل شوې.

د شمېرو له مخې د ګردېز په زندان کې څه باندې ۶ سوه کسان د مختلفو جرمونو پر اساس زنداني دي.