کابل: په سلګونو معتادین راټول او روغتونو ته ولېږدول شول

Your browser doesn’t support HTML5

د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارت مسئولینو د کابل له پل سوخته سیمې څخه ۲۵۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته ولېږدول.

د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارت مسئولینو د کابل له پل سوخته سیمې څخه ۲۵۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته ولېږدول.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي توکو د تقاضا کمولو رئيس ډاکټر ناصر شریفي وايي چې دغو معتادینو ته به روغتیايي خدمات، خواړه او د اوسېدو ځای برابر کړي.

هغه وایي "دا هغه معتادین دي چې بې سرپنا دي، کور نه لري او ژوند یې په خطر کې دی، موږ یې له دې ځایه ټولوو او روغتون ته یې انتقالوو چې هلته بستري شي او تر تداوۍ لاندې ونیول شي".

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو او روغتیایي مسئولینو همدارنګه د کابل ښار د اتمې ناحیې د کارته نو تپې په سیمه کې هم ۱۰۰ معتادین راټول کړي او د فنکس کمپ روغتون ته یې لېږدولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وایي چې دغه معتادین په سیمه کې د ناامنۍ لامل ول، چې هلته یې د اوسېدو ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

معتادین د کابل په بېلا بېلو سیمو کې دېره دي چې د دغه ښار د اوسېدونکو ژوند یې تریخ کړی.

کابل ښاریان شکایت کوي چې معتادینو په لارو او کوڅو کې بې نظمي او ناامني جوړه کړې چې باید مخه یې ونیول شي.