په پکتیا کې د معتادینو ستونزې

Your browser doesn’t support HTML5

په پکتيا کې يو شمېر روږدي کسان وايي چې د شپې له خوا د سړې هوا له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

په پکتيا کې يو شمېر روږدي کسان وايي چې د شپې له خوا د سړې هوا له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

دوی له دولت نه غوښتنه لري، چې له يخنۍ څخه د ژغورنې په خاطر دې ورسره مرسته وکړي.

په نشه يي توکو دا روږدي کسان د نشې لپاره ګردېز ښار ته نږدې سهار په دې سمڅه کې راټوليږي چې د ورځې په پای کې ځينې خپلو کورونو ته ستنېږي، خو يو شمېر يې بيا شپه همدلته سبا کوي.

د ځينو روږدو کسانو اندېښنه دا ده چې دلته پاتې کېدونکي د سړې هوا له کبله ډېر وخت د مرګ له خطر سره لاس او ګريوان دي.

عبدل یو له دغو معتادینو څخه دی چې وایي "تر سهاره ناست وي. دا وګورئ، شپه يې تېره کړې، بې خوبه شوی، اوس لمر ته پروت دی، اوس ګرم شو او ويده دی. هغه وګوره چې لمر ته پروت دی. څوک چې دلته شپه تېروي، تر سهاره ناست وي. ځکه چې نه يې کمپلې شته، نه يې کټ شته او نه يې بستره شته. په څه شي کې ويده شي؟".

سره له دې چې دا د شپې له خوا دلته د پاتې کېدو او يا د اسانتياؤ برابرولو لپاره مناسب ځای نه بلل کيږي، يو شمېر روږدي ټينګار لري، چې له يخنۍ څخه د ژغورنې په خاطر دې ورسره د توشکو او کمپلو مرسته وشي.

که څه هم کره شمېر نشته، خو د پکتيا د معتادينو د درملنې روغتون مسؤلين د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې لسګونه داسې روږدي کسان شته، چې شپه له کوره بهر سړه هوا کې تېروي.