غزني: د معتادینو راټولېدو په سیمو کې د هغوی درملنه

Your browser doesn’t support HTML5

په غزني کې د عامې روغتیا اړوند ډاکټران د روغتونونو تر څنګ د معتادینو د راټولېدو په سیمو کې هم د هغوی درملنه کوي او همدارنګه د نشو د پرېښولو لارې چارې ورښيي.

په غزني کې د عامې روغتیا اړوند ډاکټران د روغتونونو تر څنګ د معتادینو د راټولېدو په سیمو کې هم د هغوی درملنه کوي او همدارنګه د نشو د پرېښولو لارې چارې ورښيي.

د عامې روغتیا ریاست، د زیان د کمښت پروژې مسئول ډاکټر محمد سرور باګرامي وايي هغه معتادین چې نه شي کولای له نشه يي‌توکو لاس واخلي، هغوی ته عامه پوهاوی ورکوي چې له ساري ناروغیو ځان وساتي.

هغه وايي "په هغو معتادینو کې چې اعتیاد ترک کولای نه شي د دوی د صحي، اجتماعي او اقتصادي ضررونه راکموو. موږ د ساحې پرسونل لرو هغه ساحې ته راوځي دلته فعالیت کوي. دوی معتادینو ته د انتقالي ناروغیو لکه کینسر او نورو په اړه پوهاوی ورکوي او هغه ناروغۍ چې د مخدراتو له کارولو څخه پیدا کېږي د هغوی په اړه هم مالومات ورکوو او د دوی وینه د معایناتو لپاره اخلو او هغه کسان چې تداوي ته حاضرېږي هغه روغتون ته لېږو".

د غزني اوسېدونکي وايي چې په دغه ښار کې ورځ تر بلې د معتادینو شمېر زیاتیږي چې دولت یې باید د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.