په افغانستان کې تېر کال ۶۳۰۰ ټنه اپین تولید شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې او د ملګرو ملتونو له جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې ادارې ګډه سروې ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۷سلنه زیات شوی دی.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې او د ملګرو ملتونو له جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې ادارې ګډه سروې ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۷سلنه زیات شوی دی.

د افغانستان د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې رئیس احمد جاوید رسولي وايي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې پر ۲۲۴زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي چې د وړم کال په پرتله ۳۷سلنه زیاتوالی ښيي.

ښاغلی رسولي وايي "د دې سروې د موندونو پر اساس په ۱۳۹۹ کال کې شاوخوا ۲۲۴زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي، چې دا اټکل د ۱۳۹۸ کال په پرتله د کوکنارو د کښت ۳۷سلنه زیاتوالی ښيي".

د افغان حکومت رسمي شمېرې ښيي چې په ۱۳۹۸ کال کې په افغانستان کې پر ۱۶۳زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.

د ملګرو ملتونو له جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې د تحیقیق د څانګې رئیسې انجیلا مي وايي چې د کروناویروس د وبا سربېره دغه اداره د افغانستان د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې همکارۍ یاده سروې بشپړه کړې ده.

هغه وايي "د اپینو تولید شاوخوا ۶۳۰۰ میټریک ټنه دی چې دا رسمي او بې‌پرې شمېرې دي".

د سروې پر اساس ۶۷ سلنه کوکنار (کابو ۱۵۳زره هکتاره) د افغانستان په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې کرل شوي دي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې دا سروې د "ریموټ سینسینګ" پرمختللې ټکنالوژۍ په مرستې ترسره شوې ده.