افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۷ سلنه زیات شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې او له جرمونو او مخدره موادو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره ګډه سروې ښيي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۷سلنه زیات شوی دی.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې او له جرمونو او مخدره موادو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره ګډه سروې ښيي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۷سلنه زیات شوی دی.

د دغې سروې پر اساس په تېر میلادي کال کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې په څه باندې ۲۲۳زره هکتاره ځمکو باندې د کوکنارو د کښت اټکل شوی، په داسې حال کې چې وړم کال دغه کچه کابو ۱۶۳.۵زره هکتاره ځمکې ته رسېدله.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې مرستیال نورالله ستانکزي امریکا غږ ته وویل"سږکال د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې شاوخوا ۲۲۳زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي، چې په پرتله‌ییز ډول له تیرکاله سره ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي. د کوکنارو کښت په مشرقي ولایتونو کې په شمول د جوزجان ولایت او دایکندي د پام وړ کم شوی دی، خو متاسفانه د کوکنارو کښت په نورو ولایتونو کې په پرتله‌يیز ډول لوړ شوی دی خصوصاً په بادغیس او غزني ولایتونو کې".

د سروې د معلوماتو په اساس په تیر میلادي کال کې تر ټولو زیات کوکنار په هلمند ولایت کې کرل شوي چې کچه یې ۱۱۵زره او ۵۷۸ هکتاره ځمکو ته رسېږي.

له هلمند وروسته بادغیس، کندهار، ارزګان، فاریاب، فراه، بدخشان او بلخ هغه ولایتونه دي چې د کوکنارو د کښت له پلوه د لیست په سر کې ځای لري.

خو په سروې کې راغلي چې په دغه کال کې په پروان، لوګر، بامیان، تخار، پنجشیر، خوست، پکتیا، پکتیکا، سمنګان، کندز، نورستان او میدان وردګو کې کوکنار نه دي کرل شوي.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې تیرکال د کروناویروس وبا د خپرېدو او محدودیتونو له امله په افغانستان کې د اپینو د تولید کچه تراوسه نه ده څرګنده شوې.