کندهار کې د جګړو له امله د اوبو ستونزه هم زیاته شوې ده

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ باغوانان وايي چې د جګړو له امله یې د ځمکو اوبولو سیسټمونه خراب شوي چې دوی له یې له لوی مالي زیان سره مخ کړي دي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ باغوانان وايي چې د جګړو له امله یې د ځمکو اوبولو سیسټمونه خراب شوي چې دوی له یې له لوی مالي زیان سره مخ کړي دي.

دغه باغوانان وايي که تر دوو اونیو د دوی د انارو باغونو ته اوبه ونه رسیږي، نو کېدای شي چې په سلګونه باغونه دا کال وچ پاته شي.

دغه ولسوالۍ چې تازه له جګړو خلاصه شوې ده، د اوبو د کمښت له امله د دې سیمې د ونو بډایه باغونه له وچېدو سره مخ دي.

د انارو په ګډون د ارغنداب تازه مېوې د کندهار په اقتصاد کې ځانګړی ځای لري، دغه ولسوالۍ په تېرو څلورو میاشتو کې د طالبانو او افغان ځواکونو د شدیدو جګړو شاهده وه.

د ارغنداب د انکشافي شورا رئیس حاجي محمد وايي که تر څو ورځو باغونو ته ونه رسیږي، نو د دې سیمې ځمکه وال او باغوانان به له درنو مالي تاوانونو سره مخ شي.

هغه وايي "موږ دا غږ څو ځله پورته کړی چې زموږ د ارغنداب زراعت د لمنځه تللو په حال کې دی که تر راتلونکو اتو یا لسو ورځو باغونو ته اوبه ونه رسیږي زموږ باغونه وچیږي له یوې خوا سږ کال بارانونه ونه شول له بلې خوا مو باغونه له ماینونو ډک دي او ټولې ویالې او لښتیان مو په ماینونو له منځه تللي موږ عملي کار غواړو چې ژر زموږ باغونه اوبه شي او د وچېدو له خطر څخه را وژغورل شي".

په ارغنداب کې دامهال د خلکو او کرنې پر وړاندې لوی خنډ هغه ځمکني ماینونه دي چي لاهم په ویالو او پلچکونو کې پاته دي.

سږکال په کندهار کې د وچکالۍ له امله د اوبو د کمښت ستونزه هم جدي ده چې لا هم د کرنې لپاره له دهلې بند څخه اوبه نه دي پارچاو شوي.

په کندهار کې د اوبو د تنظیم د ادارې مسئولین که څه هم ارغنداب ته د اوبه رسولو ژمنه کوي خو وايي چي د دهلې بند ته د غځيدلې لارې پر سر د یوازېني پل له نړېدو سره یې ستونزې څو چنده شوي دي.