نبات بېګم: د زوی له غمه په نشو اخته شوم

Your browser doesn’t support HTML5

نبات بېګم چې شاوخوا پنځوس کلنه ده وايي د زوی له وژل کېدو وروسته یې د خپل غم د غلطولو لپاره اپین وڅکول او ورباندې روږدې شوه.

نبات بېګم چې شاوخوا پنځوس کلنه ده وايي د زوی له وژل کېدو وروسته یې د خپل غم د غلطولو لپاره اپین وڅکول او ورباندې روږدې شوه.

هغه چې اوس په کابل کې د معتادو ښځو د درملنې په مرکز کې بستر ده وايي اصلي ځای یې بدخشان دی او لورګانو یې اړه کړه چې د درملنې لپاره کابل ته راشي او له مخدره موادو ځان وژغوري.

نبات بېګم وايي "زوی مې په فراه کې صاحب منصب وو شهید شو، خلکو راته وویل چې اپین وڅکوه چې غم دې ورک شي او ښه شې که نه خو زه روږدې نه وم، کله چې په اپینو اخته شوم ورځ مې نوره هم بده شوه زوی مې هم ترلاسه نه کړاو روږدې هم شوم، اوس مې سرحد ډاکټرانو ته رسېدلی او دلته له ۴۵ ورځو بستر یم ډاکټرانو راسره ډېره مرسته وکړه اوس ښه یم خو بې‌برخلیکه دلته ناسته یم".

تر درملنې لاندې دغه معتاده وايي چې په بدخشان کې مخدره مواد په ځانګړې توګه اپین په ډېره اسانۍ پیدا کېږي او آن په دوکانونو کې پلورل کېږي.

نبات بېګم وايي یوازېنۍ هیله یې دا ده چې له مخدره موادو ځان خلاص کړي او بېرته له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.