له نشه يي توکو سره د مبارزې په بڼه کې بدلون

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو چارو نوماند وزیر مسعود اندرابي وايي چې له نشه يي توکو سره د اغیزمنې مبارزې لپاره دغه وزارت په خپله تګلاره کې بدلونونه راوستي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو نوماند وزیر مسعود اندرابي وايي چې له نشه يي توکو سره د اغیزمنې مبارزې لپاره دغه وزارت په خپله تګلاره کې بدلونونه راوستي دي.

ښاغلی اندرابي وايي چې له دې وړاندې به له نشه يي توکو سره مبارزه په متفرقه توګه کېدله خو د نوې تګلارې له مخې دغه مبارزه په متمرکز ډول کېږي.

اندرابي وايي " له مخدره موادو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې په بڼه او جوړښت کې مو تغیرات راوستي دي یو غیر متمرکز جوړښت چې د ولسوالیو یا حوزو په کچه به یو یا دوه کسه وو، موږ یو مرکزي جوړښت ته (بدل کړ) ترڅو وشو کولی چې د مخدره موادو پر اهدافو باندې د اطلاعاتو د راټولولو، د تحلیل او تجزیې او د هدف نیولو او عمل کولو ظرفیتونه منسجم کړو".

ښاغلی اندرابي زیاتوي چې د نویو تغیراتو له مخې به د زیانمننې د هغو پېښو مخنیوی هم وشي چې د پولیسو د منسوبینو د لاسوهنو له امله یې په تړاو اندېښنې موجودې وې.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې له نشه يي تکو سره مبارزه د کورنیو چارو وزارت یو له مهمو مسئولیتونو څخه دی او په دې برخه کې له نورو سکتوري ادارو سره هم همغږي رامنځته شوې ده.