په ننګرهار کې د سترسو نندراتون

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار د کرنې رياست په مرسته د دغه ولايت په مختلفو ولسوالیو کې د ستروسو جوړ شويو باغونو څخه سږ کال ۱۱ زره ټنه حاصلات راټول شوي چې له امله یې کروندګرو ته شاوخوا ۴۳۰ ميليونه افغانۍ عوايد په لاس ورغلي دي.

د ننګرهار د کرنې رياست په مرسته د دغه ولايت په مختلفو ولسوالیو کې د ستروسو جوړ شويو باغونو څخه سږ کال ۱۱ زره ټنه حاصلات راټول شوي چې له امله یې کروندګرو ته شاوخوا ۴۳۰ ميليونه افغانۍ عوايد په لاس ورغلي دي.

د کرنې رياست مسولين وايي، کروندګرو ته دغه باغونه د کوکنارو د نه کښت په بديل کې جوړ شوي دي.

په جلال اباد ښار کې د ننګرهار کرنې ادارې له لورې د ستروسو د توليد شويو ۴۵ ډولونو نندارتون جوړ شوی وو، چې بېلا بېل ډوله ليمو، مالټې او نارنج په کې نندارې ته ايښودل شوي ول.

د کرنې رئيس انعام الله ساپی وايي د دغه ولايت مختلفو ولسواليو کې يې د کوکنارو د کښت مخنيوي په موخه کروندګرو ته ۶۸۰۰ جريبه ځمکه د ستروسو باغونه جوړ کړي
دي.

هغه وايي "تر دې دمه ننګرهار ولايت کې ۶۸۰۰ جريبه بڼونه جوړ شوي دي او سږکال زموږه توليدات تقريبا ۱۱ زره ټنه ته رسېږي، ولې دغه کفايت نه کوي لا هم موږ يو لک او ۸۰ زره ټنه واردات لرو. نو د کرنې ادارې لرليد دا دی چې موږ راتلونکو کلونو کې زيار وباسو او تقريبا ۲۵ زره هکټاره ځمکه نوره هم په باغونو ورغوو".

په ورته وخت کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د کرنې ادارې، کرنيزو بنسټونو او باغدارانو څخه مننه وکړه، چې په هڅو يې په دغه ولايت کې د ستروسو بڼونه او حاصلات زيات شوي دي، همدا راز باغدارانو ته يې د لازمو همکاريو ډاډ ورکړ.

ښاغلی امرخېل وايي "غږ کوم پر دهقانانو باندې چې باغ ګټه کوي، باغو باندې بايد تمرکز وکړي، او د نظام په ټوله کې د ننګرهار د ادارې ژمنه داده چې انشاء الله دې برخې ته به جدي پاملرنه کوي".

ننګرهار يو له مهمو کرنيزو ولايتونو دی چې په ځانګړي توګه د ستروسو حاصلات يې ښه نوم لري.