له نشو خلاص شوي معتادین راتلونکې ته خوښ دي

Your browser doesn’t support HTML5

هغه پخواني معتادین چې اوس له نشو خلاص شوي خوښ دي چې بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای کیږي او عادي ژوند ته ګرځي.

هغه پخواني معتادین چې اوس له نشو خلاص شوي خوښ دي چې بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای کیږي او عادي ژوند ته ګرځي.

محمد ولي یو له هغه پخوانیو معتادینو څخه دی چې د کابل په ابن سینا روغتیايي مرکز کې یې درملنه پای ته ورسېده.

هغه وایي "زما مور او پلار مړه شول، پاکستان کې وو، سرپرست نه وو، یاغي وم څوک نه وو چې ووایي داسې کار ولې کوئ، له داسې خلکو سره مې سر شو چې هغوی عملیان وو موږ هم له چرسو شروع وکړله، یو یو دود مو وڅکول، داسې ځای ته ورسېدو چې پوډر او نور موادو ته مو مخه کړه".

محمد ولي وایي غواړي خپل پخوانی باور بېرته ترلاسه کړي، خپلې کورنۍ او دوستانو سره په خوښۍ وخت تېر کړي.