د ژمي سړه هوا او د معتادینو ستونزې

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې معتادین د ژمي په سړو شپو کې د سرپنا او امکاناتو د نشتوالي له امله له کثافاتو د سون توکي راټولوي.

په کندهار کې معتادین د ژمي په سړو شپو کې د سرپنا او امکاناتو د نشتوالي له امله له کثافاتو د سون توکي راټولوي.

دغه معتادین له کثافاتدانیو څخه د سلمانی پاتي شوني را ټولوي او د سون توکو کار ځنې اخلي.

په نشه يي توکو اخته ګلاب جان وايې چې د ځان د تودېدو لپاره هره ورځ همدا کار کوي.

هغه وايي " بل څه نه لرو، یخ دی، مجبوره یو چې دغه شیان وسوځو، زموږ سره هیچا کومک نه دی کړی".

خو په کثافاتو کې لاس وهل او له میکروبي شویو توکو سره تماس جدي روغتیايي ستونزې هم له ځان سره لري.

په نشه يي توکو اخته کسان وايې چې له دې کبله له ډول، ډول روغتیايي ستونزو مخ شوي خو له ناچارۍ څخه يې دې کار ته مخه کړې.

د کندهار ښار اوسیدونکې وايې چې د ښار په مرکزي برخو کې د معتادینو شتون ګڼي روغتیايي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کړې دي.

په کندهار کې د معتادینو شمېر په دقیق ډول نه دی معلوم خو ځينې نارسمي شمېرې ښيي چي تر سل زره زیات په نشه يي توکو اخته کسان په دې ولایت کې اوسیږي چې سم نیمايي يې له نورو سیمو راغلي دي.