په کندهار کې د پنبې کښت ښه پایلې ورکړي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې تازه د پنبې د حاصلاتو راټولو پېل شوي، کروندګر وايي چې د پنبې کښت د کندهار په ډېرو سیمو کې رواج شوی او په یو شمېر سیمو کې یې د تریاکو ځای نیولی دی.

په کندهار کې تازه د پنبې د حاصلاتو راټولول پېل شوي، کروندګر وايي چې د پنبې کښت د کندهار په ډېرو سیمو کې رواج شوی او په یو شمېر سیمو کې یې د تریاکو ځای نیولی دی.

کروندګر د پنبې له حاصلاتو خوښ دي او وايي تمه لري چې په راتلونکې کې به یې مارکېټ تر دې هم ښه شي.

پر دې ځمکه پخوا د تریاکو کښت کېدی خو اوس د پنبې کښت ور باندې ولاړ دی.

پنبه، د پنبې غوړي او د څارویو د خوراک لپاره کنجاړه درې واړه په بیلا بیلو بیو پلورل کیږي.

د نشه يي توکو پخوانی کروندګر شېر علي وايي چې د پنبې کښت د نشه يي توکو غوره بدیل دی.

هغه وايي "دې کښت چې هغه تېر کال سم حاصل هم نه وو ور کړی، موږ ډېره ګټه ورڅخه واخیستل دا ډېر ښه بوټی دی او په دغه سیمه کې چې تاسې وګورئ ټول داغه د کالکو کښتونه دی ځکه اوبه لږ غواړي او ګټه يې ډېره ده".

کروندګر وايي چې سږني حاصلات يې زیات دي او تمه لري چې ګټه به یې هم ښه وي.

د کندهار دامان ولسوالۍ د پنبې د کښت لپاره مناسبه سیمه ګڼل کیږي، چې ورځ تر بلې په کې د پنبې کښت پر پراخېدو دی.

د پنبې کښتونو یو شمېر هغه کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړې چې پخوا به یې د تریاکو په پټیو کې کار کاوه، دا کاریګر به مخکې د تریاکو د نېښ وهلو لپاره له کندهاره نورو سیمو ته تلل، خو اوس په خپل کلي کې په کار بوخت دی.

کروندګر وايې چې په کندهار کې د پنبې کښت د پراختیا په حال کې دی او په دې وروستیو کې ډېری کسانو د پنبې کرلو ته مخه کړې ده.

د پنبې د کښت خاوند بخت محمد وايي "اوس زیات خلک زموږ په سیمه کې تریاک نه کري که پنبې ته ښه وسایل پیدا شي او له ټولو شیانو څخه يې چې د غوړیو او کنجاړې تر څنګ نور شیان هم لکه کاغذ او نور ورڅخه تولید شي خلګ به دا کښت نور هم ډېر کړي".

په کندهار کې د پنبې د کښت د ترویج هڅې درې کاله مخکي پيل شوي، چې اوس د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ تر څنګ په نورو سیمو کې هم کرل کیږي.