ډاکټران وايي شیشه د هیرویینو په پرتله څو برابره خطرناکه ده

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د تشخیص او ارزونې د یوازیني لابراتوار مسئولین وايي چې شیشه زیات روږدي کوونکی خاصیت لري او د هیرویينو په پرتله ډېر خطرناک مواد دي.

په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د تشخیص او ارزونې د یوازیني لابراتوار مسئولین وايي چې شیشه زیات روږدي کوونکی خاصیت لري او د هیرویينو په پرتله ډېر خطرناک مواد دي.

د دغه لابرتوار رئیس ډاکټر خالد نبي‌زاده وايي چې د نشه‌يي موادو مافیا په افغانستان کې د شیشې د پېر او پلور لپاره په خلکو کې داسې غولوونکي تبلیغات کړي چې که څوک دا مواد وڅکوي نو ورباندې نه روږدی کېږي.

ډاکټر نبي‌زاده وايي "یو عمده لامل هم دا وو چې اوس دغو موادو د هیرویینو ځای نیولی دی. د متامفتامین اغیزې ډېرې زیاتې دي، دا دوه ډول مواد چې تازه افغانستان ته راغلي او دود شوي دي موږ په لنډو ویلی شو چې د متامفتامین اغیزې له هیرویینو څخه خطرناکې دي او زموږ لارښوونه دا ده چې هیڅوک دې له دغو موادو څخه استفاده نه کوي، چې ډېر خطرناک دي او پر وجود باندې زیاتې رواني او فزیکي اغیزې لري".

ښاغلي نبي‌زاده ټابلیټ کا هم د شیشې په څیر خطرناک مواد بولي او وايي چې په افغانستان کې دا ډول جعلي ټابلیټونه هم جوړېږي چې د استفادې کچه یې ورځ تربلې مخ پر زیاتېدو ده.

هغه وايي چې د شیشې او ټابلیټ کا کارول د انسان پر روان او جسم باندې زیاتې منفي اغیزې کوي او له خلکو غواړي چې له دغو موادو څخه ځان وساتي.