په کندهار کې د خرما نوي باغونه

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د نشه يي توکو پر ځای د نورو کښتونو او باغونو د ترویج په لړ کې د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د خرما باغونه جوړیږي.

په کندهار کې د نشه يي توکو پر ځای د نورو کښتونو او باغونو د ترویج په لړ کې د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د خرما باغونه جوړیږي.

د کرنې مسئولین تمه لري چې په دغه ولایت کې به خرما ښې پایلې ولري او ډېری کروندګر به وهڅیږي چې د خرما باغونو جوړولو ته مخه کړي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ په منډیسار سیمه کې د خرما د یو نوي باغ د جوړولو ټول لګښت د کرنې وزارت ورکړی، مسئولین وايي چې په کندهار کې به د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو او باغونو د جوړلو لړۍ روانه ساتي.

د باغ څښتن محمد ایوب تمه لري چې د خرما باغ به یې ښه پایلې ولري.

هغه وایي "زموږ تمه داده چې د هلمند په څېر به دلته هم خرما ښه نتیجه ورکړي، که بزګر غوره کرنیز بدیل پیدا کړي هیڅ کله د مخدره موادو کښت نه کوي".

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس حفیظ الله سیدي وايي چې د دې ولایت دامان، ډڼډ او سپین بولدک هغه ولسوالۍ دې چې دوی به هلته د خرما نوي باغونه جوړوي او له باغوانانو سره به د نویو کښتونو او باغونو جوړولو په برخه کې مرستې کوي.

هغه وايي چې د خرما ونې په ریګي او وچو سیمو کې ښه حاصل ورکوي چې د کندهار په ځینو سیمو کې به ښه پایلې ولري.

سیدي وايي‌ "په کندهار کې ۳ ریګي ولسوالۍ دامان ډنډ او بولدک د دې نمایشي باغونو لپاره ټاکل شوي د خرما د نویو باغونو پروژه د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت تر سره کیږي چي په هره ولسوالۍ کې د پنځو جریبو په ساحه کې یو نوی باغ جوړیږي".

په جنوبي ولایتونو کې د نشه يي‌توکو د بدیلو کښتونو او باغونو د ترویج په لړ کې خرما د لومړي ځل لپاره په هملند کې وکرل شوه.

ځمکه وال تمه لري چې په کندهار کې به هم خرما د غوره بدیل کښت په توګه د هلمند په څېر ښه پایله ور کړي.