پولیسو په کابل کې د نشه يي توکو کاروباریان نیولي

Your browser doesn’t support HTML5

د کورنیو چارو وزارت، له نشه يي‌توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په کابل کې یې په یو کور کې دوه کسان چې د الکولو تر څنګ یې ټابلیټ کا خرڅول نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت، له نشه يي‌توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په کابل کې یې په یو کور کې دوه کسان چې د الکولو تر څنګ یې ټابلیټ کا خرڅول نیولي دي.

له دغو تورنو کسانو سره په سلګونه بوتله الکول، موټر او یوه اندازه نقدي پیسې هم نیول شوي دي.

د دغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال محمد هاشم اورتاق وايي "دغې ډلې له الکولو سره، نور نشه يي توکي چې د روغتیا لپاره خطرناک زهر دي، په غیر قانوني ډول خرڅول".

ښاغلی اورتاق وايي چې نیول شوي نشه يي توکي به تر عدلي او قضايي پروسې وروسته له قانون سره سم په عام ډول له منځه یووړل شي.